وکالتنامه

:مهرباني وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ 

  •  .د ملاقات وخت: دوکالتنامې غوښتوونکي مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي، باید د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري 
     .د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ 
  • .سفارت ته راتګ: ټول متقاضیان د وکالتنامې د جوړولو لپاره، د خپلو شاهدانو سره، باید کنبرا کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته لازم اسناد وړاندې کړي 
  •  .د درخواستۍ فورمه: درخواست کوونکي باید د درخواستۍ فورمه له دې پاڼې څخه تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو ژبه یې ډکه کړي. د معلوماتو د لیکنې په وخت باید ډیره پاملرنه وشي 
  • .د ضرورت وړ اسناد او شاهدان: افغانستان سفارت ته د راتګ څخه د مخه، د وکالتنامې د ضرورت په اساس، اسناد ترتیب او شاهدان له ځان سره ولرۍ. دا برخه په دقت ولولۍ 
  • :الف- د نکاح نامې لپاره د وکالتنامې جوړول 
  • لمړۍ – د افغانستان سفارت نکاح نامه نه جوړوي. د نکاح نامې د اخیستلو لپاره سفارت کې وکالتنامه جوړیږي او باید یو د زوجینو څخه (ښځه یا خاوند) چې په آسترالیا یا نوي زیلاند کې اوسېږي په سفارت کې د شاهدانو 
    .او اړوند اسنادو سره حضور ولري. اړوند اسناد په لاندې ډول دي 
  • .دیو درخواست لیک چې پکښې د زوجین (ښځه او خاوند) بشپړ شهرت، د واده تاریخ او د واده ځای لیکل شوی وي - 
     .د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) او د هغوی د ښځې یا خاوند د تذکرې یا پاسپورټ کاپي - 
     .د وکالتنامې د جوړوونکي (موکل) دوه قطعې پاسپورټ سایز نوي اخیستل شوي عکسونه  - 
     .د وکیل د تذکرې کاپي او یو قطعه عکس -  
  • ،دوهم – دوه تنه نارینه یا څلور تنه ښځینه شاهدان (د ۱۸ کلونو څخه پورته عمر لروونکي) د هغوی د تذکرې یا پاسپورټ (افغانی، آسترالیایې او یا نیوزیلاندي) او یا د موټر چلولو جواز(آسټرالیا یا نوي زیلانډ) کاپي 
    .د یو قطعه پاسپورټ سایز عکس سره چې نوی اخیستل شوی وي سفارت ته راشي 
  • :ب- د وکالتنامو نور ډولونه 
  • لمړۍ – د وکالتنامې د جوړولو په وخت کې چې د هر هدف لپاره وي موکلین باید د (۱) تذکرې یا پاسپورټ کاپي، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي، او (۳) یو قطعه عکس چې نوی اخیستل شوی وي، په خپل ټاکل شوي وخت باندې 
    .سره د شاهدانو سفارت ته راشي 
  • .دوهم- دوه تنه شاهدان د (۱) پاسپورټونو ( افغاني، آسترالیایي یا نیوزیلنډي) او یا تذکرو د کاپۍ، (۲) د موټر چلولو د جواز کاپي او (۳) یو یو قطعه عکس سره چې په نږدې وخت کې اخیستل شوی وي  سفارت ته په خپل ټاکلي وخت حاضر شي 
  • .دریم- وکیل : موکل یا موکلین د خپل وکیل د تذکرې یا پاسپورټ کاپی او یو قطعه عکس چې تازه اخیستل شوی وي باید له ځان سره ولري 
  • ج- د جایداد په اړه وکالتنامه: که چیرته وکالتنامه د جایداد په اړه وي او ملکیت هم میراثي وي نو درخواست کوونکي (موکل یا موکلین) باید د حصر وراثت د وثیقې کاپي له ځان سره ولري. د قبالې او یا د ملکیت د سند د کاپي شتون، که ملکیت 
    .شخصی وي او که میراثي، مهم دی 
  •  محصول: د یوې وکالتنامې د جوړولو بیه ۲۲۰ آسټرالیایې ډالره کېږي، چې د اِفتپاس د ماشین له لارې د بانکي کارتونو په کارولو سره او یا د افغانستان سفارت (ایمبسی آف افغانستان) په نوم د مَني آرډر په واسطه ورکول کېدای شي.
    .د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي 

.نوت: مهرباني وکړۍ لازم اسناد سفارت ته د راتګ پر مهال له ځان سره ولرۍ. د افغانستان سفارت د قونسلي مراجعینو لپاره د چاپ او کاپي کولو امکانات نه لري 

د ملاقات د وخت د ټاکنې

ټاکنې

د درخواستۍ فورمه

ډانلود