جرمی عدم مسؤلیت

:د عدم مسؤلیت دوه ډوله درخواست لیکونه په کنبرا کې د افغانستان د سفارت په واسطه اجرا کیږي:
الف ـ د هغه افغان وګړو درخواست لیکونه چې په آسټرالیا یا نوي زیلانډ کې ژوند کوي، او
.ب ـ د هغه بهرنیو اتباعو درخواست لیکونه چې په آسټرالیا یا نوي زیلانډ کې ژوند کوي او افغانستان کې ژوند یا کار کول غواړي او یا یې کړی و

 افغان وګړي

:لاندې معلومات او هدایات په دقت سره ولولئ

  • .الف – د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي
  • ب – سفارت ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې سفارت ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه سفارت ته لیږلای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ سفارت ته
    .راولېږي 
  • .ج– لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه سفارت ته راولیږي
  • .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او سفارت ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي، لکه: (الف) کوم خدمات غواړي، (ب) بشپړ شهرت لکه نوم، د پلار نوم، د زېږېدنې نېټه او ځای، (ج) اوسنۍ پته، (د) د اړیکې شمېره
  • .فورمه: درخواست کوونکی باید د جرمي عدم مسؤلیت فورمه، چې په دې پاڼه کې موجود دي، تر لاسه او په دواړو انګریزی او پښتو/دری ژبو یې په پوره دقت سره ډکه کړي
  • د ګوتو نشان: در خواست کوونکی باید په مخصوصه فورمه کې د خپلو ګوتو نشان ولګوي. مخصوصه فورمه له دې پاڼې څخه او یا د نږدې پولیس مرکز څخه لاس ته راوړلای شئ. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکي باید د خپلو ګوتو نشان 
    .د پولیسو په مرکز کې په تخنیکی شکل جوړ او فورمه ټاپه کړي. د هغه پُسته خانو په واسطه د ګوتو نشان هم جوړیدای شي او سفارت ته د منلو وړ دی چې د دې کار جواز لري  
  • .د پاسپوټ کاپي: د درخواست کوونکي د پاسپورت کاپي چې کیدای شي د افغانستان، آسټرالیا یا نوي زیلانډ وي - 
  • .د تذکرې کاپي - 
  • .د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د آسټرالیا یا نوي زیلاند د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي - 
  • ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ: درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای سفارت ته واستوي. سفارت به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا - 
    .طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته آسټرالیا ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره(ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د سفارت څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي 
  • د – محصول: سفارت د یوه جرمي عدم مسؤ‌‏لیت در طی مراحل او صادرولو په مقابل کې ۱۵ آسټرالیایې ډالره محصول اخلي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لري. محصول د افغانستان سفارت
     په نامه (ایمبسی آف افغانستان)د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه سفارت سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په 
     .کارولو (ډیبیټ او کریډیټ) او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي
  • .ر - پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي
  • وروسته له دې چې سفارت پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د ایمیل په واسطه د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو - 
    .وزارت ته استول کیږي
  • .د افغانستان د ا.ج. د بهرنیو چارو وزارت د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې، اسناد اړوند ارګانونو ته لېږي - 
  • .د بهرنیو چارو وزارت د څیړنو نتایج، چې د مختلفو ارګانونو څخه یاد وزارت سره شریک کیږي، په کنبرا کې د افغانستان سفارت ته لېږي - 
  • سفارت د ا.ا.ج. د بهرنیو چارو د وزارت څخه د نتیجې د ترلاسه کولو وروسته د جرمي عدم مسولیت سند جوړوي او د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه سفارت ته رالېږلی وو، د درخواست - 
    .(کوونکي په پته (آسټرالیا کې د ننه) لېږل کیږي. (بنأ، دا ډیره مهمه ده چې هر درخواست کوونکی د خپلو اسنادو سره یو خالي ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ کښېږدي او سفارت ته یې راولېږي 

په نوي زیلانډ کې میشت درخواست کوونکي: په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د سفارت څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته د هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو
 .په صورت کې د سفارت له خوا خبر ورکول کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د سفارت نه واخلي. پُستي شرکتونه د سفارت څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۱۲:۳۰ پورې (پرته د رخصتۍ څخه) اخیستلای شي

د ګوتو نشان فورمه

ډانلود

د جرمي عدم مسؤلیت فورمه

ډانلود