د حصر وراثت وثیقه


:مهرباني وکړۍ د حصر وراثت په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولول

  •     .الف) د ملاقات وخت: د حصر وراثت د وثیقي غوښتوونکی باید مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. سفارت هغه مراجعینو ته خدمات نه شی وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري 
    .د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړۍ 
  • .ب) سفارت ته راتګ: وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او درې تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید کنبرا کې د افغانستان سفارت ته راشي او دې سفارت ته د حصر وراثت د وثیقې فورمه او نور لازم اسناد وړاندې کړي 
  • .ج) د درخواستئ فورمه: د حصر وراثت در وثیقې غوښتوونکی باید د اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه کړي او په ډیر دقت سره په پښتو/دری ژبه د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي 
  • .د) شاهدان، اقرار کوونکي او لازم اسناد: مهربانی وکړۍ لاندې معلومات په دقت سره ولولۍ او باید د اړتیا وړ اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره افغانستان سفارت کې شتون ولري 
  • .لمړۍ – وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د حصر وراثت د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري
    .وارث یا وارثان باید د حصر وراثت د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) فوتي سند له ځان سره ولري. د فوتي سند څخه پرته حصر وراثت وثیقه نه جوړیږي -   
     .د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز یوه کاپی د دوه قطعی پاسپورت سایز عکسونو سره چې تازه اخیستل شوي وي -   
  • .دوهم – اقرار کوونکي: درې تنه اقرار کوونکي (۱۸ کالو نه پورته) چې د وارثانو د کورنۍ سره بشپړ پېژنګلي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د جواز د کاپي او دوه قطعې پاسپورت سایز عکسونو سره  سفارت ته راشي   
  • دریم – شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (۱۸ کالو نه پورته) د خپلو پاسپورټونو د کاپي (افغاني یا آسټرالیایي یا نیوزیلنډي) یا تذکرې کاپي او یا هم د موټر چلولو د جواز کاپي ا
    .دوه دوه قطعی پاسپورت سایز عکسونو سره  چې تازه اخیستل شوي وي سفارت ته راشي  
  • هـ) محصول: سفارت د حصر وراثت د یوې وثیقې د صادرولو په مقابل کې ۲۲۰ آسټرالیایې ډالره محصول اخلی. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لری. محصول د کریډیټ کارټ په واسطه سفارت سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په کارولو او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د .پُستې په واسطه دې نغدې پیسې او یا منی آردر نه رالیږي . 
  •  .(و) توضیحات: د حصر وراثت د سند د جوړولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون حتمي او لازمي دي ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکي 

.مهرباني وکړۍ سفارت ته د راتګ پر مهال د پورته ذکر شویو لازمو اسنادو کاپۍ او عکسونه له ځان سره ولرۍ. قونسلی مراجعینو ته په سفارت کې د کاپي او چاپ کولو آسانتیا شتون نه لري

د ملاقات وخت اخیستل 

اخیستل

د حصر وراثت د درخواستئ فورمه

ډانلود