د زېږېدنې سند


.په کنبرا کې د افغانستان سفارت په دې مورد کې دوه ډوله خدمات وړاندې کوي. (۱) د زېږېدنې د سند تایید (اصلی سند یا د هغه ژباړه)، او (۲) د زېږېدنې د سند صادرول

 د زېږېدنې د سند تاییدول

:لاندې اسناد د دې سفارت له خوا تاییدیږي 

  •  الف). هغه اشخاص چې په افغانستان کې زېږېدلي وي 
     د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ترجمه کوم چې د افغانستان د روغتونونو یا د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په واسطه صادر شوی وي، او د بهرنیو چارو د وزارت د قونسلي چارو د ریاست له خوا 
    .تصدیق شوی وي، د دې سفارت له خوا په وړیا ډول تاییديږي 
  •  ب). هغه اشخاص چې د افغانستان څخه بهر زېږېدلي وي
    :دا سفارت لاندې اسناد تاییدوي
     .د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د افغانستان څخه بهر ( د کوربه هیواد له خوا) ترتیب او صادر شوی وي او د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا تایید شوی وي. محصول یې ۲۰ آسټرالیایې ډالره کېږي -  
    .د زېږېدنې د سند اصل یا ترجمه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او په مقیم هیواد کې د دریم هیواد د سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې ۲۰ آسټرالیایې ډالره کیږي -  
    .د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او د افغانستان سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي. محصول یې ۲۰ آسټرالیایې ډالره کیږي -  

:د زېږېدنې د سند د تاییدی په اړه لاندې معلومات او ټکي دې پام کې ونیول شي 

  •  .الف). د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُستې په واسطه تر سره کیدای شي 
  •  .ب). سفارت ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې سفارت ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه سفارت ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ سفارت ته راولېږي 
  •  ج). لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه سفارت ته راولیږي 
      .درخواست لیک: درخواست کوونکی باید یو درخواست لیک ولیکي او سفارت ته د خپل اړتیا وړ خدمات روښانه کړي. د مثال په ډول، د زېږېدنې د سند صدور، د اصل یا د ژباړې تاییدول او یا هم دواړه -  
    د دې سربېره، د درخواست کوونکي شهرت، د هستوګنځي پته او د اړیکې شمېره په درخواست لیک کې ولیکل شي    
    .د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه -  
    .د زېږېدنې د سند کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي -  

    .د هستوګنځي د پتې تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د آسټرالیا یا نوي زیلاند د موټر چلولو د جواز ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي -  
      خالی ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ:
    درخواست کوونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای سفارت ته واستوي. سفارت به له دې پاکټ نه په استفادې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر -  
     .یا طی مراحل شي، د درخواست کوونکی په پته آسټرالیا ته د پُست په واسطه ولېږي. درخواست کوونکی باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره (ترکینګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د سفارت څخه تر خپل کور پورې خپل اسناد تعقیب کړای شي    
  •  د). محصول: سفارت د یو تصدیق یا صادرولو په مقابل کې ۲۰ آسټرالیایې ډالره محصول اخلي، په استثنا د یوه مورد چې پورته ورڅخه یادونه وشوه. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لري 
    محصول د افغانستان سفارت په نامه(ایمبسی آف افغانستان) د مَني آرډر په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه سفارت سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي. همدارنګه محصول سفارت کې د بانکي کارتونو په کارولو  
    .او د اِیفتپاس ماشین نه په استفادې سره ورسپارل کیدای شي. د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي  
  •  :ر). پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي  
    .وروسته له دې چې سفارت پُستي غوټه لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د درې نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي 
    .د طی مراحل او تایید نه وروسته، دا اسناد د هغه خالی ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي مخکې نه سفارت ته رالېږلی وو، د درخواست کوونکي په پته (آسټرالیا کې د ننه) لېږل کیږي
    په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د سفارت څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې د سفارت له خوا خبر ورکول کیږي   
    .تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د سفارت نه واخلي. پُستي شرکتونه د سفارت څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې اخیستلای شي