د تابعیت د تذکرې تایید

.په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت د تذکرو د تایید مرجع نه ده. دا سفارت د تذکرې د تایید پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې سره پیل، او درخواست کوونکی د نوموړي ادارې د څیړنو نه خبروي

:هغه افغانان چې غواړی د دوی د تذکرو د تایید پروسه پیل شي، لاندې اسناد دې د پُست په ذریعه باندې سفارت ته واستوي. د سفارت پُستي پته

4 Beale Cr, Deakin, ACT 2600
یا
PO Box 155 Deakin West, ACT 2600

:د تذکرې د تایید درخواست ورکوونکی دې لاندې ټکو ته پام وکړي

.د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته. دا خدمات د پُست په واسطه تر سره کیدای شي
سفارت ته راتګ: درخواست ورکوونکی اړ نه دی چې په کنبرا کې سفارت ته مراجعه وکړي. ټول لازم اسناد د پُست په واسطه سفارت ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ کښیږدي
.لازم اسناد: ټول درخواست ورکوونکي باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه سفارت ته راولیږي

الف). هویت د تثبیت فورم: درخواست کوونکی باید د هویت د تثبیت فورم په سمه توګه ډک کړي او په یوولسم ستون کې د تذکرې د تائید برخه په نښه کړي. د یادولو وړ ده چې درخواست کوونکی اړتیا نه لري چې په کابل کې استازي معرفي کړي. د هویت د تثبیت فورم کولای شئ د همدې وېبپاڼې څخه تر لاسه کړۍ. 
.ب). د تذکرې کاپي: درخواست کوونکی باید د خپلې تذکرې کاپي (اصلي ته اړتیا نشته) په پُستی بسته یا غوټه کې سفارت ته راولیږي 
.ج). عکس، امضا/د ګوتې نښه : درخواست کوونکی باید یو قطعه عکس د سپین شالید سره د فورمې په ټاکل شوي برخه کې ولګوي. همدارنګه، در خواست کوونکی باید په ځانګړې برخه د فورمې کې امضا و کړي او یا هم ګوته ولګوي
.د). د هستوګنځي د آدرس تثبیت: درخواست کوونکی باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د موټر چلولو د جواز، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي
ر). د زېږېدنې د سند لپاره درخواست: که چیرته درخواست ورکوونکی د تذکرې د تاییدی نه وروسته غواړی د زېږېدنې سند ترلاسه کړي، د نوموړي سند د محصول سربیره، یو د لاندې اسنادو نه هم په پُستي بسته
.(کاپي; یا (۳) د آسټرالیا ویزه (د پورته درې سندونو څخه صرف د یوه سند کاپی دې راولیږل شي (Travel Document) یا غوټه کې سفارت ته راولیږي لکه: (۱) د موټر چلولو د جواز (آسټرالیا یا نوی زیلاند) رنګه کاپي؛ (۲) د سفر د سند

.محصول: د تذکرې د تاییدي محصول ۲۰ آسټرالیایې ډالره کیږي. که چیرته د تذکرې د تاییدی نه پرته د نورو خدماتو غوښتنه شوي وي، محصول يې باید ورکړل شي. د مختلفو خدماتو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لري
   .محصول د افغانستان سفارت په نامه د مَني آرډر (پیسې حواله) په واسطه لیږل کیدای شي. همداراز، محصول د کریډیټ کارټ په واسطه سفارت سره د ټیلیفوني اړیکې له لارې ورکول کیدای شي 
.د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه قبلوي او د ټولو درخواست کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي

:پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې توګه دي

الف). وروسته له دې څخه چې پُستي غوټه سفارت ته ورسیږي، که چیرته اسنادو کې نواقص موجود نه وي، د دوو کاري ورځو په جریان کې پروسه پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د یوه لیک سره د سفارت له لوري
د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي ادارې ته د ایمیل په واسطه استول کیږي. د بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست هم په دې ایمیل کې کاپي وي. د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې د آسټرالیا په نوم یو دِیسک شتون لري چې همدا چارې
.پر مخ بیایې. دا پروسه د نفوسو د احوال ثبتولو په مرکزي اداره کې دوه الی درې اونۍ وخت نیسي. د یادولو وړ ده چې دا سفارت د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې په چارو باندې هیڅ ډول نفوذ نه لري
.ب). د پروسې د تکمیلیدو وروسته، د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره د یو رسمي لیک په واسطه دا سفارت د تاییدی یا عدم تاییدی نه د ایمیل په واسطه خبر ورکوي
ج). سفارت د دوو کاري ورځو په جریان کې، د هغه ایکسپرس یا راجسټر شوي پاکټ نه په استفادې سره چې د درخواست کوونکي له خوا د درخواست لیک سره یو ځای رالیږل شوی وو، د نفوسو د احوال ثبتولو د مرکزي ادارې
.لیک د در خواست کوونکي په پته استوي. که چیرته درخواست کوونکي د نورو خدماتو غوښتنه هم کړې وي او لازم اسناد ورسره وي، سفارت د هغو خدماتو د اجرا کولو څخه وروسته ټول اسناد درخواست کوونکي ته استوي
په یاد ولری چې د نوي زیلانډ درخواست ورکوونکي باید د سفارت څخه د اسنادو اخیستل د یو پُستي شرکت په واسطه تنظیم کړي. د نوي زیلانډ اوسیدوونکو ته هغوی د درخواست د پروسې د تکمیلیدو په صورت کې
.د سفارت له خوا خبر ورکړل کیږي تر څو د پُستي خدماتو د یو شرکت پواسطه خپل اسناد د سفارت نه واخلي. پُستي شرکتونه د سفارت څخه اسناد په کاري ورځو کې د سهار د ۹:۳۰ نه تر ۳:۳۰ پورې اخیستلای شي